سیاست

افغانستان او چين د دواړو هيوادونو ترمنځ دګډې ستراتيژيکي اعلاميې دتطبيق لپاره دعمل دپلان تفاهم ليک او په امنيتي او اقتصادي برخوکې دهمکاريو دوه سندونه لاس ليک کړل

کابل- باختر دتلې ٢
دافغانستان داسلامى جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دچين دخلکو دکمونست ګوند دسياسي بيروى دغړى زو يانکانګ په مشرى دچين دولسي جمهوريت له جګپوړي هيئت سره وکتل .
باختر آژانس دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبر له مخې: په دې کتنه کې چې تير ماښام په ارګ وشوه، دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو دلازيات  ټينګښت او پراختيا او دغه راز دافغانستان داسلامي جمهوريت او د چين د ولسي جمهوريت ترمنځ دګډې ستراتيژيکي اعلاميې دتطبيق لپاره دعمل دپروګرام دتحقق په باب خبرې وکړې. جمهور رييس ښاغلى زويانکانګ او ملګرې هيئت ته يې دښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې، په تيرولسو کلونو کې له افغانستان سره دچين دحکومت او خلکو دمرستې او همکارى له امله مننه وکړه او وې ويل چې موږ د دواړو هيوادونو ترمنځ دپراخو او ژورو اړيکو غوښتوونکي يو.
حامد کرزي دې ته په اشارې سره چې چين دهغو لومړنيو هيوادونو له جملې څخه دى چې په څو تيرو کلونو کې يې په افغانستان کې په بيلابيلو برخوکې پانګونه کړې ده، وويل: موږ درې غوښتوونکي يو چې دغه پانګونې زياتې پراختيا و مومي .
جمهور رييس دچين ولسي جمهوريت دافغانستان د خلکو ښه او صادق دوست وباله ،څرګنده يې کړه چې افغانستان دسيمې له هيوادنو په تيره بيا له دوست هيواد چين سره د اړيکو دپراختيا غوښتنه کوي.
حامد کرزي دسيمې امنيت دسيمې دهيوادونو ترمنځ په اړيکو او همکاريو پورې اړوند وباله او څرګنده يې کړه چې دګډو امنيتي ګواښونو دلمنځه وړ لپاره دسيمې هيوادونه دې بايد په ګډه هڅه اوهاند وکړى.
زويانکانګ دهيواد جمهور رييس ته وويل: افغانستان ته زما او زما دملګرې هيئت دسفر هدف دهغو تصميمونو دتحقق په خاطر دى چې دناټو دسفر او د دواړو هيوادو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو په اړوند دچين د ولسي جمهوريت له جمهور رييس هو جين تاوو سره ستاسو د کتنې په بهيرکې ،نيول شوي وو. ده وويل چې چين د افغانستان دخلکو د ژوندانه د ښه والې غوښتنه کوي او موږ غواړو چې له افغانستان سره زموږ همکارى له پخوا زياتې پراختيا ومومي.
ښاغلى زويانکانګ په پانګونه کې له افغانستان سره دخپل هيواد دعلاقمندي دڅرګندولو په ترڅ، هيله وکړه چې زيات چينايي پانګه اچوونکي افغانستان ته راشي او په بيلابيلو برخو کې پانګونې وکړي.
له دغې وروسته ديولړ مراسمو په ترڅ کې دافغانستان او چين ترمنځ دګډې ستراتيژيکي اعلاميې د تطبيق لپاره د عمل دپروګرام تفاهم ليک او په امنيتي او اقتصادي برخوکې دهمکاريو دوه سندونه د دواړو هيوادونو د دولتي مسوولينو ترمنځ لاس ليک شول.
په دغو مراسموکې چې دجمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي ،دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفرسپنتا دعدليې وزير حبيب الله غايب ،دسوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکتر انورالحق احدي ،دملي امنيت لوى رييس اسد الله خالد او دکورنيو چارو وزارت معين پکې برخه لرله.
دافغانستان داسلامي جمهوريت او د چين دولسي جمهوريت ترمنځ دګډې ستراتيژيکېي اعلاميې د تطبيق لپاره دعمل دپروګرام تفاهم ليک دبهرنيو چارو وزارت دسياسي معين جاويد لودين او په افغانستان کې دچين دسفير زوفى هنګ ترمنځ لاس ليک شول.
دغه راز ديو سلو پنځوسو ميلونو يوهان په ارزښت دتخنيکي او اقتصادي همکاريو موافقه ليک افغانستان داسلامي جمهوريت دسوداګرۍ او صنايعو د وزير ډاکتر انور الحق احدي او دچين دولسي جمهوريت دسوداګرۍ وزارت دمرستيال چې هانګ تو نګوى له خوا لاس ليک شو.
دغه راز په دغو مراسموکې د افغانستان داسلامي جمهوريت دپوليسو دتجهيزاتو دبشپړولو لپاره دمرستې دپروګرام موافقه ليک دکورنيو چارو وزارت معين او دچين دعامه امنيت وزارت دمرستيال زهانګ زينک فينک له خوا لاس ليک شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته