ټولنه

د بدخشان خلکو د فيض آباد ښاروالۍ کارونه وستایل

کابل / د وږي ۲۵مه / باختر
د فيض آباد ښر خلکو له کثافاتو څخه د ښار د پاکولو چې په تېرو شلوکلونو کې ورته پاملرنه نه وه شوې، هرکلی وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ هغوی د فيض آباد د اوسنې ښاروالۍ کارونه وستایل او ويې ویل، هغه کار چې د تېر حکومت مسوولينو په تېرو ٢٠ کلونو کې ونه شو کړاى، د اسلامي امارت مسوولينو یې په څو ورځو کې ترسره کړ او د فيض آباد ښار د ويالو د کثافاتو په پاکولو پيل وکړ.
د فيض اباد ښار يوشمېر خلک ادعا کوي چې د دغه ښار د ښاروالۍ پخواني مسوولينو په تېرو ٢٠کلونوکې له خيريه موسسو او د صفايی په نامه له خلکو پيسې اخيستې او خلکو ته يې دوکه ورکړه او د ښار پاکولو ته يې هېڅ پاملرنه ونه کړه.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته