امنیت

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د پوليسو يو افسر ووژل شو

کابل/ د مرغومي٢٨مه / باختر
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ افسر نجم الدين تېره شپه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې ووژل شو.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني باخترآژانس ته وويل؛ ناپېژاندو وسله والو کسانو د يادې قوماندانۍ افسرنجم الدين يې د جرم ولسوالۍ په پنجريان کلي کې د ده د کور پر وړاندې په ډزو سره وواژه.
هغه زياته کړه نجم الدين لومړى ټپي شو او وروسته د بدخشان مرکز فيض آباد روغتون کې ساه ورکړه.
هغه زياته کړه تراوسه د دغې پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته