ټولنه

د بدخشان والي د شغنان ولسوالۍ له قومي مشرانوسره وکتل

کابل / د تلې / ۲۰ / باختر
د بدخشان والي د دغه ولایت سرحدي ولسوالیوته د سفرونو په بهیرکې نن د دغه ولایت شغنان ولسوالۍ ته لاړ.
د باختراژآنس خبریال د خبرله مخې، د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور د دغه ولایت شغنان ولسوالۍ ته سفر وکړاو د دغه ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې واورېدې او د دوی غوښتنې او ستونزې وڅېړلې.
د بدخشان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس معزالدین احمدي چې د بدخشان والي سره ملګری و د باخترآژانس سیمه ییزخبریالانو ته وویل چې د بدخشان د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکو خپلې ستونزې د روغتیا او پوهنې په څانګو کې او د خپل ځان او مال د ساتنې او د امنیت د تامینولو په اړه خپلې اندیښنې د بدخشان له والي سره شریکې کړې.
د بدخشان والي د مذهبي اقلیتونو د ځان او مال د ساتنې او د امنیت پر تامنیولو ټينګار وکړ او ډاډ ورکړچې ډېرژر د دوی په روغتیايي او تعلیمي حالت کې مثبت بدلون راشي.
هغه وویل چې د بدخشان د خلکو او مذهبي اقلیتونو د سراو مال د ساتنې او د امنیت تامینول د افغانستان د اسلامي امارت د مسوولینو له کاري لومړیتوبونوڅخه دی.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته