خبرونهټولنه

د بدخشان پامیریانو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د لسو میلیونو افغانیو په لګښت خوراکي او غیر خوراکي توکي د بدخشان پر پامیریانو ووېشل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاالدین د ستونزو د څېړنې او د بدخشان د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو او په تېره بیا د پامیر اوسېدونکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر د سیمه ییز حکومت، د پامیر د خلکو په وړاندیزونو او د جمهوررییس اشرف غني او د جمهوررییس د لومړي مرستیال امرالله صالح د ځانګړې پاملرنې له مخې، ۱۰ میلیونه افغانۍ دغه ولایت ته د افغانستان د حکومت له بودجې څخه د خوراکي او غیرخوراکي توکو د پېرودلو لپاره لېږدولې دي.
هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت ټولې سرحدي ولسوالۍ د دوی د پاملرنې په مرکز کې دي او په دغه ولایت کې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو د نورو خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره عملي پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
د بدخشان والي محمد زکریا سودا په دې غونډه کې د بدخشان د سرحدي اوسېدونکو او په تېره بیا د پامیریانو ستونزو ته د افغانستان د جمهوررییس او د جمهوررییس د لومړي مرستیال له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه او ویی ویل چې پامیریان د افغانستان د ډېرو محرومو اوسېدونکو له جملې څخه ګڼل کېږي چې اوس د جغرافیا له له پلوه دغه ولسوالۍ لرې او پیچلې ده، خلک هالته له لږو امکاناتو څخه برخمن دي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته