ټولنه

د بدخشان په سلګونوبېځايه شويوکسانو بېرته خپلو کورونوته استانه شول

کابل /د تلي ١٢مه/باختر
د تېرو دوو ورځو په بهير کې نږدې ٦٠٠ تنه چې د افغانستان او تاحکستان په ګډه پوله کې بند پاتې و، خپلوکورونوته استانه شول.
د بدخشان والي مولوي امان الدين منصور وويل: دغه کورنى چې ښځې اوماشومان هم پکې دي د دښمن د ناوړه تبليغاتو له امله خپل کورونه پريښي و .
د بدخشان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست معز الدين احمدي وويل چې دغو کورنيو ته د بدخشان د والي له خواهرکلى وويل شو او له هغوى سره يوه اندازه نغدي مرسته وشوه.
هغه وايي چې خپلو کورونوته له استنېدو څخه خوشحاله دي اوکولاى شي د خپلو نورو هېوادوالو ترڅنګ خپل پتمن ژوند ته دوام ورکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته