خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د برېښنایي تاسیساتو ړنګول، ترهګري ده

 کابل/ د چنګاښ ۶مه/ باختر

له څه مودې راهیسې یو شمېر کړۍ د هېواد په ځینو سیمو کې د برېښنا پر ستنو او نورو تاسیساتو بریدونه کوي. وروستی برید بېګاشپه د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې ترسره شوچې له امله یې یوه ستنه ویجاړه شوېده.

د برېښنا پر ستنو او نورو تاسیساتو بریدونه، ترهګري ده.

د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

د برېښنا شرکت کارکوونکو پرون وویل چې په بغلان کې یې د ویجاړوشویوستنو د بیا درولوکاربشپړکړی دی  او ژر به د وارداتي برېښنا مزي بېرته ونښلول شي.

کابل ښاریان اوهمدارنګه د هغو ولایتونو خلک چې له وارداتي برېښنا ګټه اخلي، منتظر وو چې اوس به برېښنا راځي؛ خوله بده مرغه د رڼا دښمنانو د بګرام په رباط کې بله ستنه ویجاړه کړه او د برېښنا بهیر بیا پرې شو.

د کابل په ګډون ګڼې سیمې برېښنا نه لري. کورنۍ برېښنا نه شي کولای چې د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي. د برېښنا پرې کېدو د اوبو ستونزه هم راټوکولې ده.

د کابل په یو شمېر سیمو کې اوبه نشته او کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ډیزلي او نورو جنراتورونو لوګیو او دوړو د کابل هوا لا پسې ککړه کړېده. د کرونا درېمې څپې له یوې خوا او  زورورې جګړې له بلې خوا د خلکو ژوند تریخ کړی دی او دا دی اوس د برېښنا ستونزه هم پرې ورزیاته شوېده.

له بده مرغه د اصلي پوښتنې ځواب لا نه دی موندل شوی. اصلي پوښتنه دا ده چې دا څوک دي چې پر برېښنایي تاسیساتو بریدونه کوي، مزي یې شلوي او ستنې یې ویجاړوي؟ ولس د دې پوښتنې ځواب غواړي. تر اوسه خو هم د برېښنا شرکت مسوولین او هم نور په عام ډول وایي چې دا د رڼا د دښمنانو کار دی. منو هرڅوک چې د برېښنا ستنې ویجاړوي او مزي یې شلوي، د رڼا دښمنان دي؛ خو دا یو ډېر کلي او عام مفهوم دی (د رڼا دښمنان). د ولس غوښتنه دا ده چې دا د رڼا دښمنان باید وپېژندل شي چې دوی څوک دي؟ وسله وال مخالفان؟ سیمه ییز زورواکي او جګړه سالاران؟ غله او نور باج غوښتونکي؟ د تېلو مافیا؟ دا څوک دي چې د برېښنا ستنې ویجاړوي او خلک مجبوروي چې په دې یوویشتمه پېړۍ کې په تیاره کې کېني؟ دا د ولس حق دی چې د خپلې رڼا اصلي دښمن وپېژني. دلته یوازې د برېښنا د ستنو او مزیو د ویجاړولو موضوع هم مطرح نه ده؛ بلکې په دغه راز بریدونو سره د دولت اقتدار هم ترپوښتنې لاندې راځي.

غوره دا ده چې د افغانستان اړوندې امنیتي  ادارې پر برېښنایي تاسیساتو د بریدونو ټولې پېښې په دقیقه او هړاړخیزه توګه وڅېړي. که د بګرام په رباط کې د برېښنا ستنې ته بمونه اېښودل کېږی او الوزول کېږی؛ نو دا خبره ښه روښانه ده چې د برید عاملین د همغه ځای دي او یا د نږدې سیمو دي. آیا په دغه پرمختللي پېر کې دا ناشونې ده چې په سیمه کې د دغه راز بریدونو عاملین وپېژندل شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي؟ که له دغه راز پېښو سره برسېرن چلند نه وای شوی او هره پېښه په جدي توګه څېړل شوې وای؛ نو پوره باوردی چې نن به موږ له دغه ناوړه حالت سره مخ شوي نه وای. اوس هم سروخت دی. باید دا وروستۍ پېښه او نورې پېښې په جدي او دقیقه توګه وڅېړل شي او د بریدونو اصلي عاملین وموندل شي او د قانون په رڼا کې د عامه تاسیساتود ویجاړولو، د خلکو د ځورولو او د عامه نظم د ګډوډولو په تور د قانون په رڼا کې محاکمه کړای شي. له دې پرته به دا لړۍ همداسې دوام مومي.

همدارنګه دا د خلکو مسوولیت هم دی چې د برېښنایي تاسیساتو په ساتنه کې له اړوندو ادارو سره مرسته او همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته