سیاستخبرونهټولنه

د برېښنایي تذکرې سیسټم د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ له برېښنایي سیسټم سره وصل شو

۱۵- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د برېښنایي تذکرې سیسټم د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ له برېښنایي سیسټم سره وصل شو.
د احصائیې او معلوماتو دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې له پیل څخه کولای شي د برېښنايي تذکرې د معلوماتو پر اساس د پاسپورټ ځانګړي خدمتونه وړاندې کړي او ډېر ژر به د هېواد اتباعو ته هم د عادي پاسپورټونو خدمات وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د برېښنایي تذکرې سیسټم چې د هېواد د اتباعو د برېښنايي تذکرې یوازینی ډیټابېس دی، له بهرنيو چارو وزارت سره د هغه له وصل کېدو وروسته، د تذکرې بيا تائيد، د معلوماتو ثبت، د بايومتريک اخيستل او نورو پړاوونو ته اړتيا نشته.
د دغو سیسټمونو د نښلولو اصلي موخه د هېواد د اتباعو د هویتي معلوماتو مرکزي کول دي چې ښاریان وکولای شي په آسانه، ګړندي او شفاف ډول خدمات ترلاسه کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته