سیاست

د بشرد حقوقو کمېسيون د ملګروملتوسازمان له خوا د کابل د وروستي پېښې د څېړنې غوښتنه وکړه

کابل / د غویي2٠مه / باختر
د افغانستان د بشرد حقوقو خپلواک کمېسيون د ملګروملتو سازمان له خوا د سيدالشهدا لېسې د پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د دغه کمېسيون په اعلاميه کې ويل شوي دي “دغه وژنې او په افغانستان کې
نور تاوتريخوالى بايد د ملګروملتو سازمان د متخصص او خپلواکو محققانو د يو ټيم له خوا وڅېړل شي.”
دغه کمېسیون د ملگروملتو سازمان له سرمنشي انتونيوګوترش څخه غوښتي دي چې بايد په روانه اوونۍ کې د اختر له پيل څخه مخکې د مشرتابه ځانګړي غونډه جوړه کړي.
په اعلاميه کې ويل شوى دى، ګوترش بايد په څرګند ډول اعلام وکړي چې د ملګرو ملتو سازمان غواړي د افغانستان د خلکو په اړه څه عملي کار ترسره کړي؟ د دغو ماشومانو او د انديښنې وړ د نورو ملکي تلفاتو څېړنه وکړي او ضمانت دې وکړي چې دغه شان تاوتريخوالي هيڅکله نه تکرارېږي.
د بشرد حقوقو د خپلواک کمېسيون په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د ماشومانو او د وسله والونښتو په اړه د ملګرو ملتو سازمان ځانګړې رپوټ ورکوونکې ميرمن ويرجينيا ګامب دوپوتژيتر بايد عملي اوملموس اقدامات چې د ملګرو ملتوسازمان په ښوونځيو، خصوصي تدريسي مرکزونو او پوهنتونونو د بريد نه کولو ډاډ ترلاسه کړي څه پروګرام لري، ترلاس لاندې ونيسي چې د تحصيلي مرکزونو پر وړاندې دغه شان تاوتريخوالي علمونه تکرار نه شي او ميرمن ګامب بايد د اختر له پيل څخه مخکې د لومړنيو اقداماتو پړاونه اعلام کړي.
دغه کمېسيون ويلي دي چې د ملګرو ملتوسازمان بايد ژمنه وکړي چې د ملګروملتو سازمان د محققانو ټيم افغانستان ته واستوي چې د يوناما په همغږۍ دهغو ټولو سترو پېښو په اړه چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې ترسره شوي دي د حقيقت موندنې ماموريت ترسره کړي.
د بشرد حقوقو کمېسيون زياته کړې ده د دغې څېړنې هدف د مجرمينو پېژندنه او د شواهدو راټولول دي.
د بشرد حقوقو په اعلاميه کې ويل شوي دي، نړيوال قوانين دولت د نسل وژنې. جنګي جنايتونو، د بشريت پرخلاف د جنايتونو او د قوميت او جنسيت پربنسټ د ځورونې د مخنيوي لپاره د تدبيرونو نيولو ته موظفوي.
کمېسيون دافغانستان له دولت څخه غوښتي دي چې د هزارګانو او د دشت برچي سيمې د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره زيات اقدامات ترسره کړي د افغانستان دولت د دغې پېښې د قربانيانو په درناوي سبا د سه شنبې ورځ ملي ماتم اعلام کړى دى.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته