ټولنه

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: په شمال کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالی لا هم ډېر دی

– کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د هېواد په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولينو د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د زياتوالي خبر ورکړ.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غوڼډه کې چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په مزارشريف ښار کې جوړه شوه؛ د هېواد په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د دفتر سرپرست عبداللطيف عليپور د جګړې او د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د زياتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړه، ويې ويل چې اوس هم د هېواد په شمال کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي شمېر ډېر دى.
هغه زياته کړه: په روان کال کې دغه کمېسيون د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي څه د پاسه٣٠٠ پېښې ثبت کړې دي چې په بدو کې ورکول، له زده کړې بې برخې کول، وژل او جنسي تېري پکې شامل دي .
مدنې فعالې شکيبا شکيب هم په هېواد کې پر موجود حالت او د نا امنيو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د هېواد اوسني شرايط د ښځو لپاره خطرناک دي او له ښکيلو لورو څخه يې وغوښتل چې سوله وکړي.
د بلخ ولايت د مقام استازي احمد وليد سنګر هم په دې غونډه کې وويل چې د بلخ ولايت مقام په ټول توان سره د زده کړې، اقتصاد او ټولنيزو فعاليتونو په برخو کې د ښځو د موقعيتونو او برياليتوبونو ملاتړ کوي.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته