خبرونهامنیتټولنه

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په ٢٠٢٠ کې د ملکي تلفاتو کلنی رپوټ خپور کړ

٤٢- کابل / د سلواغې ٨ مه / باختر
په ٢٠٢٠ کال کې په ټوليز ډول٨۵٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده (۲۹۵٨ تنه وژل شوي او ۵۵۴۲ تنه نور ټپيان شوي دي.)
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن په ٢٠٢٠ کال کې د ملکيانو د تلفاتو کلنى رپوټ خپور کړ.
په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې د تېرو کلونو په شان له چسپکي ماينونو او د سړکونو تر غاړې له فشاري ماينونو څخه زياته استفاده، هدفي وژنې، توغندیز او ځانمرګي بريدونه، ځمکني جګړې او هوايي بريدونه د ملکيانو د سر او مال د زياتو زيانونو او تلفاتو سبب شوي دي. کله هم سرګلولې او په ټوله کې چاودېدونکي توکي له ملکيانو په تېره بيا ماشومانو څخه قرباني اخیستې ده.
کمېسيون په جګړه کې د ملکي تلفاتو پر زياتوالي د سختې اندېښنې په څرګندولو سره، دغه راز د تاوتريخوالي پر بندولو، د اوربند پر ټينګښت او د عادلانه او دايمي سولې د تحقق پر اړتيا ټينګار کړى دى او ښکيل لوري یې رابللي دي چې د نړيوالو حقوقو اساسي اصول او قواعدو ته درناوي وکړي او د خپلو عملونو پر وړاندې ځواب ورکوونکي واوسي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته