ټولنه

د بغلان اوسېدونکوپه تصوري رسنیوکې د مبتذلوسریالونود بندولوهرکلی وکړ

کابل / د وږي ۲۰ / باختر
د بغلان اوسېدونکو په تصویري رسنیوکې د مبتذلوسریالونود بندولوهرکلی وکړ، دوی د مبتذلوسریالونوخپرول او نشرول یې د پردیود فرهنګ رواجول او په ټولنه کې د اسلامي شریعت پرخلاف وباله.
د بغلان د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د اتحاد ارګان خپرونې د اوونیزې مدیرمسوول سید عبدالله سادات په ټلویزیونونو کې د مبتذلوسریالونو د بندولو په هرکلي سره باخترآژانس ته وویل: د مبتذلوسریالونوخپرېدل په هېواد کې د پردیو د فرهنګ په رواجولو کې اغیزه لري او د ځینو کورنیو د شېرازې سبب هم شوی دی.
هغه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل چې د ترکي سریالونو د بندېدو ترڅنګ د هغوفلمونو له خپرولو او بندېدوڅخه چې د پردیو د فرهنګ د رواجولوسبب کېږي هم مخه ونیول شي.
سید محمد حسین محمدي، د مبتذلو سریالونو خپرول چې ځینې ټلویزیونونه خپروي د اسلام د مبین دین پرخلاف وباله او د اطلاعاتواو فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل د هغوسریالونوله خپرېدوڅخه چې له اسلامي فرهنګ او شعایرو څخه د خلکو د بلدتیا سبب کېږي خپاره کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته