فرهنګ

د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس : د بغلان د تاريخي او لرغونوسيمو ساتنه کوو

کابل /د وږي ١٤مه /باختر
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي مصطفي هاشمي وويل چې د پخواني حکومت يوشمېرمسوولينو د بغلان لرغوني اثار بهر ته قاچاق کړي دي.
هغه د باختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل : لرغوني اثار اوتاريخي سيمې چې د دغه هېواد د فرهنګي او لرغوني هويت په توګه پېژندل کېږي، له بده مرغه د پخواني حکومت يوشمېرمسوولينو دهغو د تاريخي اوفرهنګي ارزښت له په پام کې نيولو پرته يوشمېر تاريخي او لرغوني اثار بهر ته لېږدولي دي.
هاشمي د تاريخي او لرغونوساحو ساتنه د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د کاري پروګرامونو يوه برخه وبلله اوزياته يې کړه چې د لرغونواوتاريخي سيمو جدي څارنه به وکړي.
بغلان د سرخ کوتل غونډى ، د پلخمري د شمرق د تاريخي ابدې او چيم قلعه په ګډون د ٢٧ تاريخي اولرغونو سيمو په لرلو سره دهېواد په شمال او شمال ختيځ کې د لرغونو اوتاريخي ولايتونو څخه شمېرل کېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته