روغتیا

د بغلان د روږدو کسانو په روغتون کې د درملو نشتوالى د دغه روغتون ډاکتران انديښمن کړي دي

کابل / د لړم١٥/ باختر:
د بغلان د روږدو کسانو د درملنې روغتون چې د ديرشو ناروغانو د منلو ظرفيت لري د ډاکترانو، روغتيا پالانو اود خدماتي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو او ناروغانو ته د درملو او خوړو د نشتوالي او کمښت له امله ټاکل شوې ده وتړل شي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بغلان د روږدو کسانو د ديرش بستريز روغتون مسوول ډاکتر رحم خدا نوري د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ د بودجې د کمښت او نشتوالي په ګډون له موجودو ستونزو سره سره مو وکولاى شول چې په دغه روغتون کې د روږدو کسانو درملنې ته دوام ورکړو.
هغه په بغلان کې د روږدو کسانو د درملنې د لارې پرسر يوازينې اساسي ستونزه د روږدو کسانو د پوهې د کچې ټيټوالى اعلام کړ او زياته يې کړه چې د ټولنې د افرادو د پوهې د کچې د ټيټوالي ترڅنګ بېوزلي ، وزګارتيا او کورني تاوتريخوالي هغه نور عوامل دي چې نشه يي توکو ته د ټولنې د افرادو د مخې کولو سبب کېږي.
د بغلان دعامې روغتيا رياست مرستيال ډاکترعبدالعليم غفاري د روږدو کسانو د درملنې د ديرش بستريز روغتون د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړتيا او ارزښت په اړه په ټينګار سره ډاډ ورکړ چې د دغه روغتون د ستونزو د لري کولو په برخه کې هلې ځلې دوام لري او په نږدي ورځو کې به دغه ستونزې لري شي.
د يادونې وړ ده چې د پخواني رژيم له نسکورېدو او د افغانستان اسلامي امارت له برياليتوب وروسته که څه هم په بغلان کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول له بودجوي ستونزې سره مخ دى خو د دغه ولايت ټول روغتيايي مرکزونه د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته