فرهنګ

د بغلان د والي مرستيال په دغه ولايت کې د رسنيو د ستونزو په حل کولوټينګاروکړ

کابل /دغويي ١٦مه /باختر
د بغلان د والي مرستيال پرون د دغه ولايت سيمه ييزې رسنى وکتلې.
د بغلان د والي مرستيال ذبيح الله احساس له رسنيو څخه د کتنې هدف د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې درناوى او په بغلان کې د خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو د لارې پرسر د پرتو امنيتي چلنجونو څېړنه وبلله.
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس ذکريا ناصري د باختراژانس خبريا ل ته وويل: د بغلان د رسنيو اوخبريالانوحالت قناعت بخښوونکى دى او د بغلان سيمه ييزه اداره تل د خبريالانو ملاتړ کوي او د هغوى ترڅنګ ولاړه ده .
هغه په جمهوريت کې د بيان ازادي يو اصل وباله او ويې ويل يوشمېرکسان د بيان له ازادى څخه ناوړه استفاده کوي.چې نه د دوى په ګټه دى اونه هم د ټولنې په ګټه .
په دې کتنه کې د بغلان د خبريالانو د خونديتوب د کمېټي مسوول احمد فهيم نيکزاد هم حاضرو، له خبريالانو يې وغوښتل که چېرې امنيتي ګواښ خبريالانو اود هغوى رسنيو ته متوجه وي د خبريالانو د خونديتوب ولايتي کمېټې ته خبرورکړي .
په دې کتنه کې د ولايت مرستيال اوملکري هيئت يې د راډيوچونغر، راډيو رويان او د راډيوفرحت د بېلابېلې برخې وکتلې او د اطلاع رسونې په لاره کې د خبريالانو له هلوځلو څخه په قدرداني سره د ښې حکومتوالى په رامنځته کولو کې د رسنيو رول مهم اواساسي وباله او په بغلان کې د رسنيو اوخبريالانو د لارې پرسر د پرتو چلنجونو د لرې کولو ډاډ ورکړ.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته