کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢١ :
د بغلان د ولايتي شورا غړى علم جان مجاهد نن مازيګر د خپلې کورنۍ له دريو تنو غړو سره شهيد کړاى شو.
د باخترآژانس دسيمه ييز خبريال د خبرله مخې : علم جان مجاهد هغه وخت شهيد کړاى شو چې د ده دسپرلۍ موټر دپلخمري ښار په زمانخيلو کلي کې دناپيژاندو وسله والو کسانو تر بريد لاندې راغى.
په دې پيښه کې د ولايتي شورا دغړي د کورنۍ درې تنه شهيدان او څلور تنه ساتونکي يې ټپيان شول.
دپلخمري ښار د روغتون ډاکترانو ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ