ټولنه

د بغلان د کاراو ټولنیزو چارو ریاست حرفوي روزنیز پروګرام جوړکړ

کابل / د مرغومي ۲۶مه /باختر
دبغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ملګروملتو سازمان د دبلیو.اف.پي موسسې په مالي مرسته د حرفې روزنیز پروګرام نن په پلخمري ښار کې پیل کړ.
د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنیزو چارو آمر غلام رسول قانع د باخترآژانس خبریال ته وویل په دې پروګرام کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۵۰۰ تنه ځوانان د خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، د موټرو د ترمیمولو او نلدوانۍ په برخو کې په زده کړو بوخت دي.
د بغلان د ټولنیزو چارو آمر د نړۍ د خوړو سازمان له همېشنۍ همکارۍ په قدردانۍ سره د کارموندنې او د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې د دغه سازمان همکاري او رول مهم او اساسي وباله او ویې ویل چې د دغو ځوانانو د خوښې حرفې د زده کړې ترڅنګ هره میاشت د غو زده کوونکو ته خوراکي توکي هم ورکول کېږي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته