اقتصاد

د بغلان د کانونو سرپرست: په روان کال کې مو څه دپاسه اته میليونه افغانۍ عوايد درلودل

کابل / د وږي ۱۳مه / باختر
د بغلان د کانونو سرپرست وايي چې د ١۴٠٠مالي کال په لومړي نيمايي کال کې د ډبرو سکرو او د تعميراتي توکو له پلوه څه دپاسه اته میليونه افغانۍ عوايد درلودل چې په افغانستان بانک کې تحويل شوي دي.
د بغلان د کانونو رياست سرپرست ډاکټر احمد وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې بغلان د ډبرو سکرو، ګچو، چونې، سروزرو، مسو، سربو، اوسپنې، تېلو او د قيمتي ډبرو کانونه لري چې په نهرين، ده صلاح، جلګې، تاله او برفک، مرکزي بغلان، خوست او د دوشي ولسواليو او د پلخمري ښار په مربوطاتو کې موقعيت لري چې د دغه رياست تر نظر لاندې ايستل کېږي.
ډاکټر وزيري زياته کړه چې په روان مالي کال کې د کانونو رياست د کانونو د ايستلو او د ډبرو سکرو او د نورو توکو د قاچاقو په مخنيوي سره، په دې بريالي شوي دي چې ٨ میليونو ۴۳۱ زرو ۸۲۲ افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه چې د دوشي ولسوالۍ د قره زغن کلي د سرو زرو په کاڼ کې د سروې بهير پاى ته رسېدلى دى چې پایله يې منفي وه.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د یادو کانونو شتون د بغلان اقتصادي ارزښت ډېر کړى دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته