فرهنګ

د بغلان عامه کتابتون سمبالولو ته اړتيا لري

کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د بغلان عامه کتابتون چې د دغه ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ د رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي هره ورځ د سهارله اتو بجو څخه تر څلورو بجو پورې د کتاب او مطالعې د مينه والو په خدمت کې دى .
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د عامه کتابتون لوى مدير کريم الله رجبي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د بغلان په عامه کتابتون کې په بېلابېلو عنوانونو ٢٥٠٠ ټوکه کتابونه شته چې د مينه والو په تېره بيا د محصلانواو د مطالعې د خاوندانو اړتياوې نه شي پوره کولى او دغه کتابتون سمبالولوته زياته اړتيا لري .
هغه وويل موږ هلې ځلې کوو چې له هرې ممکنې لارې کتابتون سمبال کړو او د عامه کتابتون ترڅنګ په ده صلاح ، خنجانو او د دوشي په ولسواليوکې هم عامه کتابتونونه شته چې د مطالعې مينه وال کولاى شي په يوه ارامه فضا کې مطالعه وکړي .
رجبي مجازي شبکې ، سريالونه ، بې وزلي، جګړې،او ناامنۍ د ځوانانواوتنکي ځوانانوترمنځ د مطالعې فرهنګ د کمښت اساسي عوامل وبلل او زياته يې کړه چې په دې برخه کې يواځې اطلاعاتواوفرهنګ نه بلکې ديني عالمان، ليکوالان، رسنۍ ، د پوهنتونونو او د پوهنې استادان او د کورنيو مشران ټول مسووليت لري چې د مطالعې فرهنګ په رواجولو کې د اطلاعاتواوفرهنګ له رياست سره مرسته وکړي.
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس ذکريا ناصري مني چې په عامه کتابتون کې ٢٥٠٠ ټوکه کتابونه بسنه نه کوي او زيات سمبالولو ته اړتيا لري .
هغه په نږدې راتلونکې کې د دغه کتابتون د ديجتلي کولو خبرورکړ او ويې ويل چې ټاکل شوې ده په بېلابېلو برخو کې اويا زره معلومات په عامه کتابتون کې په يومنظم سيستم کې شامل شي . چې مينه وال کولاى شي په انلاين ډول استفاده وکړي .
هغه د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ رواجول د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د پروګرامونو يوه برخه وبلله اوزياته يې کړه د ولسوالانو په همکارى پلان لرو چې په ټولو ولسواليو کې کتابتونه جوړکړو .
د بغلان پوهنتون د دريم کال محصل حسيب الله د عامه کتابتون بډاينه يوه جدي اړتيا وبلله او ويې ويل د درسي توکوله کمښت اونشتوالي سره مخ يو.
هغه د دولتي اوله غير دولتي بنسټونوڅخه غوښتنه وکړه چې د بغلان د عامه کتابتون په بډاينه کې مرسته وکړو .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته