سیاستخبرونه

د بغلان نويو مقاماتو په کار پيل وکړ

کابل / د لړم ٢٨مه / باختر

د بغلان نوي مقامات وايي چې د پراختيا، ټولنيز عدالت او په هېواد کې د امنيت او ثبات د ټینګښت لپاره به کار وکړي.

په دغو وروستيو کې د اميرالمؤمنين ملا هبت‌الله اخند زاده په لارښوونه، د بغلان لپاره والي، د والي مرستيال او يوشمېر نور چارواکي وټاکل شول.

دغومقاماتو پرون په رسمي ډول په خپل کار پيل وکړ.

د دغو مقاماتو د معرفي کولو په مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معين مولوي سيد محسن طارق له هغوی څخه وغوښتل چې په بغلان کې د پرمختګ او د امنيت او ثبات او د تامينولو لپاره په خپلو کارونو کې هلې ځلې وکړي.

په دغو مراسمو کې د بغلان نوي والي قاري بختيار وويل چې په بغلان کې به د پراخيا، ټولنيز عدالت او د امنيت د تامينولو لپاره به کار وکړي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته