خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان والي: د بغلان د خلکو ټولنيزې او اقتصادي ستونزې به ډېر ژرحل شي

کابل/ د وږي١٨مه / باختر

د بغلان والي مولوي نثاراحمد نصرت له باخترآژانس سره په مرکه کې وويل:

د افغانستان اسلامي امارت د بغلان د خلکو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د حل لپاره ښه پلانونه لري.

د بغلان والي زياته کړه: اسلامي امارت د اوومو موادو د نرخونو د څارنې لپاره يوه کمېټه جوړه کړې اوټاکل شوې  ده د خوراکي توکو او سونګ توکو د نرخونو لېست به هټيوالو ته ورکړل شي.

د بغلان والي د هغو کسانو په اړه چې هېواد پرېږدي وويل؛ له هېواد څخه تښتېدل دحل لاره نه ده. افغانستان د ځوانانو او پوهو خلکو فزيکي او فکري ځواک ته اړتيا لري چې هېواد سوکاله او آباد شي.

د نصرت د څرګندونوله مخې؛ اسلامي امارت ټولو وزګارو خلکو ته د دندو برابرولو هوډ لري.

هغه زياته کړه چې په بغلان کې د خصوصي او دولتي بانکونو رول د اقتصادي چارو د ښه والي لپاره مهم  وباله.

د يادونې وړ ده سره له دې چې دهېواد ټول بندرونه خلاص دي او ګمرکي تعرفې هم تر٧٠ سلنه پورې راټيټې شوي خو، تر اوسه پورې  د اوومو موادو او تيلو په  بيو کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته