ټولنه

د بغلان په شپږو ولسوالیوکې لسګونوکلي د خوړوپه پروګرام کې شامل شول

کابل / د مرغومي / ۲۱ / باختر
د خوړو د خونديتوب لپاره د بېړنیومرستو پروژې د آغا خان دفترله لوري د بغلان د اقتصاد ، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا او د کرنې او مالداری د ادارو په همکاری د دغه ولایت په شپږو ولسوالیوکې تطبیقیږي.
د بغلان د والي ویاند انجنیرصبغت الله عمري د دغه ټکي په بیانولوسره باخترآژانس ته وویل : دغه پروژې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ، پلخمري، دهنه غوري، دوشي ، خنجان، تاله او برفک په ولسوالیوکې د آغا خان دفتر له لوري د کرنې، د خوړو د خوندیتوب او د ټولنیزې پراختیا په برخوکې تطبیقيږي.
په هغه غونډه کې چې د آغا خان په دفترکې د دغه پروګرام د معرفي کولوپه موخه جوړه شوې وه ، د ولایت د مقام استازی، د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ، د اقتصاد ، د کرنې او مالداری د ادارو د مسوولینوګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې په بغلان کې د آغا خان د پراختیا بنسټ د دفتر مسوول انجنیرخال محمد امیني د دغې پروژې په اړه توضحیات ورکړل او زیاته يې کړه: د دغې پروژې له لارې د دغه ولایت په ۱۴۳ کلیوکې ۲۱۰۰ کورنۍ د دغه پروګرام ترپوښښ لاندې به ونیسي.
وروسته د ولایت د مقام او د اقتصاد ، د کلیود بیا رغاونې او د بغلان د کرنې د ادارو د مسوولینوله دغه پروګرام څخه د هرکلي له مخې هر یو په ترتیب سره د دغې پروژې د تطبیقولوپراهمیت د همکاریوژمنې کړې دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته