خبرونهامنیتټولنه

د بلخ خلکو د ملکي خلکو وژل وغندل

۴۵- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د بلخ مدني او د بشر د حقوقو فعالانو په هېواد کې د بې دفاع ملکي خلکو وژل وغندل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مدني او د بشري حقوقو فعالانو په مزارشريف ښار کې په يوه غونډه کې د بې دفاع ملکي خلکو په تېره بيا د دوو خبريالانو يما سياوش او په هلمند کې د آزادۍ راډيو د سيمه یيز خبريال الياس داعي وژل او د باميانو د خلکو وژل وغندل.
د مدني فعالانو په استازيتوب سيد محمد يزدان پرست له ښکيلو لورو وغوښتل چې ډېر ژر پر اوربند موافقه وکړي.
دغه راز مدني فعالانو په ويالې کې د سره رنګ په تويولو او په اوومادو کې د يوه پرېکړه ليک په لوستلو سره دولت د خلکو د سر او مال د امنيت پر تامين موظف وباله او له ښکيلو لورو وغوښتل چې سوله وکړي او له مخالفينو وغوښتل چې د ملکي خلکو درناوي وکړي او له بمې چاودنو څخه دې ډډه وکړي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته