خبرونهټولنه

د بلخ خلکو د ولسوالانو د ټاکنې په غبرګون کې مظاهرې وکړي

٥٢- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د بلخ يوشمېر خلکو په دغه ولايت کې د ولسوالانود ټاکنې په خاطر اعتراض وکړ .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ د بلخ د يوشمېرولسواليوپه لسګونو تنو اوسيدونکو د نويو ولسوالانو د ټاکنې په خاطر د ولايت د ودانۍ په وړاندې په مظاهرو لاس پورې کړ .
يو ديني عالم مولوي محمد عمر وويل چې د بلخ په ولسواليوکې د نويو ولسوالانو په توګه يوشمېرکسان انتخاب کړ او د هغو لست مو مرکز ته ولېږه خو د هغوى پرځاى نور کسان د ولسوالانو په توګه انتخاب شول.
مظاهره کوونکي وايي که چېرې مسوولين د ولسوالانو په انتخابولو نوي نظر ونه کړي د تحصن خيمه دروي او په پراخو مظاهرولاس پورې کوي .
خود بلخ والي فرهاد عظيمي له مظاهره کوونکوسره په کتنه کې وويل د هغو کسانو لست مو چې د خلکو له خوا د ولايت مقام ته رسېدلي و مرکزته ولېږه خو دا چې ولي نور اشخاص د ولسوالانو په توګه معرفي شوي دي خبرنه دى .
هغه وويل چې د مظاهره کوونکو غوښتنې له مرکز سره شريکوي.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته