ټولنه

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس: په اوسني نظام کې په دې اداره کې د ښځو ونډه او موقف خوندي دی

کابل / د تلې١٩مه / باختر:
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ستونزو د لرې کولو په موخه د بېلابېلو څانګو د آمرانو او مديرانو په ګډون اداري غونډه د دغه رياست د رييس مولوي ذبيح الله نوراني په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیح الله نوراني د افغانستان د اسلامي امارت پراهدافو او پالیسیو، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کارکوونکو لاسته راوړنې او ننګونې او د آمرانو اومديرانو د چلند د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ د اسلامي امارت په نظام کې ټول افراد او کارکوونکي پرته له کوم تبعیض څخه يو شان حقوقو څخه برخمن دي او هر هغه څوک چې په خپل کاري ساحه کې هڅه کوي ستایل کېږي.
نوراني زیاته کړه: له هغه وخته چې په ټول هېواد کې اسلامي نظام واکمن شوی په دې موده کې چارواکي د ستونزو اصلاح او حل لپاره کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به ټولې شته ننګونې حل شي او خلک به په هوساینه کې ژوند وکړي.
په اوسني نظام کې د ښځو د ځاى، رول، دریځ ، معاشونو او نورو امتيازونو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وویل؛ په دې اداره کې د ښځو بستونه خوندي دي.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو آمرعطا محمد ساهو ، د ځوانانو چارو آمر حکیم مقبل ، د فرهنګ او هنر آمر ذبیح الله آریایي، د ګرځندوى آمرعبدالواحد احدي او د دغه رياست نورو کارکوونکو په خپلو کاري برخو کې شته ننګونې او رپوټونه وړاندې کړل.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته