اقتصاد

د بلخ سوداګرو له امريکا وغوښتل چې د افغانستان د خلکو پيسې آزادې کړي

کابل/ د تلې ١ / باختر
د بلخ د سوداګرۍ خونې سوداګر او پانګوال پرون په یوه خبري ناسته کې له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو کنګل شوې پیسې آزادې کړي.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې، په دې خبري ناسته کې، د بلخ د سوداګرۍ خونې مرستیال نصیراحمد عرب وویل: “په هیواد کې د اسلامي امارت په بریا سره ، متحده ایالاتو په بانکونو کې د افغانستان د خلکو پیسې کنګل کړي دي”
موږ ، افغان سوداګر او پانګوال، پر متحده ایالاتو او نورو هیوادونو غږ کوو د افغانستان د خلکو پیسې آزادې کړي.
د بلخ د صنعت او کانونو خونې مشر حاجي محمد یاسین اکبري وویل: “موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې په بازار کې نرخ اداره کړي او د سرحدونو په اوږدو کې په هر نامه د فزیکي پیسود لېږد مخه ونیسي.”
د بلخ د صنعت او سوداګري رييس حاجي میرویس احمدي وویل: که چېرې د هیواد کنګل شوې پیسې او د اړینو توکو پیردولو لپاره د بانکونو له لارې د پیسو لېږد حل نشي ، په هیواد کې به بشري ناورین رامنځ ته راشي.
د یادونې وړ ده چې اوس د یو شمېر فابریکو فعالیتونه د امکاناتو او اوومه موادو د نشتوالي له امله بند شوي دي. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته