سیاستخبرونه

د بلخ والي د افغانستان لپاره د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د کمېشنرۍ له عمومي رييس سره وکتل

کابل / د وږي ۲۵مه / باختر

د بلخ والي مولوي قدرت الله حمزه د افغانستان لپاره د مهاجرينو په چارو کې د ملکرو ملتو سازمان د کمېشنرۍ له عمومي رييس سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د مهاجرينو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د کمېشنرۍ د نړيوال دفتر د عمومي رييس سربېره، په شمال کې د يوناما دفتر رييس، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي ذبيح الله نوراني او په بلخ ولايت کې د اسلامي امارت يوشمېرسيمه ييزو مسوولينو هم ګډون لاره.

د بلخ والي مولوي قدرت الله حمزه مهاجرينو ته د بشردوستانه مرستو د برابرولو په خاطر ددغه سازمان د ملاتړ او همکارۍ قدرداني وکړه .

د بلخ والي وويل: د افغانستان اسلامي  امارت امنيتي ځواکونه د ملي او نړيوالو بنسټونو د امنيت پر تامينولو ژمن دي، د دغو بنسټونو کارکوونکي کولاى شي له کومې اندېښنې پرته په ارامۍ سره خپلې دندې پرمخ يوسي.

په دې کتنه کې دمهاجرينوپه چاروکې دملګروملتوسازمان دکميشنرى عمومي رييس په اوسنيوشرايطو کې دبشر دوستانه مرستو رسول مهم او ضروري وبلل او زياته يې کړه چې د پخوا په شان د اسلامي امارت د مسوولو مقاماتو په همغږۍ د کورنيو او بهرنيو بېځايه شويو کسانو د اړتيا وړ توکو د وېشلو په برخه کې اقدام کوي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته