سیاست

د بلخ والي : د بلخ خلک دې د ښې حکومتوالى د تحقق په لاره کې د بلخ له مشرتابه سره همکاري وکړي

کابل /د ليندې ٦مه /باختر
د بلخ والي وويل چې په بلخ کې امنيتي ، فرهنګي او پرمختيايي او د دولتي بنسټونو کاري بهير په عادي ډول دوام لري اود بلخ خلک دې بايد د ښې حکومتوالى د تحقق په لاره کې د بلخ له مشرتابه سره همکاري وکړي.
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د باختراژاس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل : په هېواد په تېره بيا بلخ کې د اسلامي امارت پرواکمن کېدوسره په بلخ کې په دوه درې ورځوکې وحاتت عادي شو او ټول ادارې اوامنيتي بنسټونه په مرکز او ولسوليوکې په عادي ډول خپل کارونه بيا پيل کړ.
د مرکزاو ولسواليو امنيه قوماندانۍ د امنيت د تامينولو اوخلکوته د خدمتونود وړاندې کولو په خاطر خپل کارونه پيل کړل او يواځنى ستونزه چې تراوسه پور په بلخ کې پاتې ده په محکمو عدلي اوقضايي بنستونوکې د خدمتونو نه وړاندې کول دي چې ډېر ژر عدلي اوقضايي پنسټونه هم خپل کارونه پيلوي.
د بلخ والي زياته کړه، د ١٤ اداري واحدونوبرسيره د چاهي او البرز دو ولسواليو په نامه دوه نور اداري واحدونه هم د دغه ولايت په اداري تشکيل کې زيات شوي دي چې اوس بلخ ١٦ ولسوالۍ لري.
مولوي ابوحمزه د باختراژانس خبريال ته وويل: د بلخ اوسني شرايط د پخوا په نسبټ د ټولنيزوخدمتونود وړاندې کولو بيا رغاونې او مرستندويوبنسټونواوانجوګانوته د مرستې د رسولو لپاره مناسب بستر دى اود بلخ مسوولينود مرستندويو بنسټونواوانجوګانو له مسوولينوسره کتنې هم کړي دي اوهغوى ته يې د فعاليت زمينه برابره کړې ده .
چې د خوړو نړيوال سازمان خپلې مرستې د بلخ ولايت په ولسواليوکې له لاسوهنې پرته په خلکو ويشي.
د بلخ والي له ټولومرستندويو او پرمختيايي سازمانونوڅخه چې پخوا يې په بلخ کې پانګه اچونه کړې ده وغوښتل چې خپلې نيمکاره پروژې بشپړې کړي.
په تېره بيا د مبارکې روضې رياست د بيا رغاونې پروګرام چې کار يې نه دى بشپړ شوى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته