روغتیا

د بلخ والي: د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د عامې روغتیا د ریاست ترڅنګ هلې ځلې کوي

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
ډاکټر نجیب الله توانا نن د بلخ د عامې روغتیا د ریاست سرپرست په توګه د دغه ریاست ډاکټرانو او کارکوونکو ته معرفي شو.
د باخترآژانس د خبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د پخواني رییس د کارونو قدرداني وکړه او ویې ویل: مولوی شیخ میر صدام د جهاد او مبارزې په دوره کې هم د افغانستان د خلکوو او مجاهدینو ته د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي دي او په دغه ریاست کې د خپل خدمت په موده کې هم د ښو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.
د بلخ والي په دولت کې ادلون بدلون یو اصل وباله او زیاته یې کړه: هغه څه چې په اسلامي امارت کې مهم دي خلکو او ټولنې ته مسوولیت او ژمنه ده نه مقام اوڅوکۍ.
د بلخ والی زیاته کړه د اسلامي امارت په نظام کې مسوولیت یو اصل پېژندل کېږي او د اسلامي امارت په نظام کې فساد، بډې او د څوکیو پېرودل او پلورل نشته ټول د خدای (ج) خلکو او د خپل وجدان په وړاندې مسوول دي او په اسلامي ژمنې سره خدمت ته چمتودي.
د بلخ د عامې روغتیا پخواني رییس مولوي شیخ میرصدام په خپلو خبرو کې د خپلو کارونو او فعالیتونو لپاره دغونډې برخه والو ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې دعامې روغتیا له نوی رییس سره همکار دی.
وروسته د بلخ د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر نجیب الله توانا په خپلو خبرو کې د بلخ د عامې روغتیا سرپرست په توګه د خپلې ټاکنې په نسبت د اسلامي امارت، د عامې روغتیا وزارت او د بلخ ولایت د مقاماتو د ښه نیت او باور په خاطر مننه وکړه او ویې ویل: چې په توان سره د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو او د عامې روغتیا په برخو کې د ښه نظم د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته