روغتیا

د بلخ په حوزوي روغتون کې ناروغ لرونکي د درملو له نشتوالي شکایت لري

کابل / د لړم١٩/ باختر:
د بلخ د حوزوي روغتون مسوولین وايي، چې د دغه روغتون ماشومانو څانګې ته هره ورځ لسګونه ماشومان د درملنې لپاره راځي او تر درملنې وروسته بېرته رخصتېږي.
د ابن سينا بلخي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول ډاکتر عبدالرووف فروغ باختر آژانس ته وويل: د ياد روغتون ماشومانو څانګې ته هره ورځ په لسګونه ماشومان د درملنې لپاره ورځي، چې ځینې یې د خوارځواکۍ له امله بستري دي.
هغه زیاته کړه، د دغه روغتون د ماشومانو څانګه په عصري تجهيزاتو سمباله ده او تجربه لرونکي ډاکټران او متخصصین د ناروغانو په خدمت کې دي.
ډاکټر فروغ وویل: هغه څه چې زموږ د انديښنې سبب دي د بهرنیو موسسوله لورې د طبي مرستو بندول دي او په دې اړه خبرې اترې روانې دي، خو که دا ستونزه هواره نه شي، د دغه روغتون د ماشومانو څانګه به له جدي ستونزو سره مخ شي.
مدينه او بدل ګل د هغو دوو ناروغانو ميندې دي چې د بلخ له چهار کنت او چمتال ولسواليو څخه يې خپل ماشومان دغه روغتون ته د درملنې په موخه راوړي دي او په روغتون کې د درملو له نشتوالي شکايت لري، دوى وايي د درملو د اخيستو توان نه لري.
په همدې حال کې د شمال د حوزوي روغتون رييس مولوي شيخ ميرصدام هم د درملو د کمښت ستونزه تاييد کړه او ويې ويل، چې له يو شمېر مرستندويه ادارو سره يې خبرې کړي او ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته