کابل / د لړم ۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي په بلخ کې په هغې لويې ولسي غونډه کې ګډون وکړ، چې د اسلامي نظام د ملاتړ په پار د دغه ولايت د مرکز او مختلفو ولسواليو ګڼ شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، ملکي او پوځي چارواکو، ځوانانو او د رسنيو د استازو په کې ګډون کړی و.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د بلخ سرپرست والي ملا قدرت الله ابوحمزه وویل چې له نن څخه شل کاله مخکې نوري د دغه ولايت د مسوول په توګه خپل هېواد او خلکو ته بې سارې خدمتونه کړي دي.
ورپسې څو تنو قومي مشرانو، مخورو او چارواکو بلخ ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزير او مل پلاوي پر سفر خوښي څرګنده کړه او د ولسونو په انسجام، د نظام ملاتړ ته د خلکو رابللو او ولسي غونډو په جوړولو کې يې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې.
دوی له اسلامي نظام څخه د ملاتړ پر څرګندولو سربېره خپلې یو لړ سيمه ييزې ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې کړي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري وویل چې بلخ ته یې د سفر موخه د اسلامي امارت د اهدافو او پاليسيو بيانول، د ولسونو د ستونزو اورېدل او د اسلامي نظام ملاتړ ته د خلکو رابلل دي.
نوري خلکو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو ادارو پورې ورسوي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: اوس یې وخت دی چې افغانان له اندېښنې پرته د هېواد بيا رغونې او اقتصادي د پياوړتيا لپاره په ګډه کار وکړي.
ديني عالم شيخ عبدالغفار هم د اسلامي امارت چټکو فتوحاتو او برياوو ته په اشارې سره د اسلامي نظام ښېګنې او ګټې بيان کړې او خلک يې اتحاد او اتفاق ته راوبلل.
د وزارت دفتر رييس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: الله پاک پر موږ لوې احسان او پېرزوينه وکړه چې په خپل نصرت سره يې زموږ په هېواد کې اسلامي نظام ټينګ کړ، اوس دا د ټولو افغانانو مسووليت دی چې د اسلامي او شرعي نظام ساتنه او پالنه وکړي او د الله تعالی د دغه عظيم نعمت ناشکري ونه کړي.
ن/ر