سیاست

د بلوڅي فرهنګ ملي ورځې په اړه د جمهوررییس پيغام

کابل/ د کب ۱۲مه/ باختر
د بلوڅي فرهنګ ملي ورځې د رارسېدو په مناسبت ټولو وطنوالو په ځانګړي ډول د هيواد شریفو بلوڅانو ته مبارکي وایم.
بلوڅان د دې خاورې اصلي اوسېدونکي دي او له نورو وروڼو قومونو سره يو ځای يې اوږه په اوږه د دې هیواد د خپلواکۍ، عزت او سرلوړۍ ساتنې لپاره هڅه کړې او قربانۍ یې ګاللي دي.
د جمهوررییس د ویاند دفترپاخترآ/انس ته خپرورکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر دې ټینګار چې بلوڅ قوم د هیواد د نورو قومونو په څېر له برابرو او ورته حقونو برخمن دی، د هیواد د ستر فرهنګ په ځانګړي ډول د اساسي قانون لارښوونو ته په پام د بلوڅي فرهنګ د ملاتړ، ساتنې، پیاوړتیا او بډاینې لپاره د پخوا په پرتله ارزښتناک ګامونه پورته او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
– سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته