سیاستTOP

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست د جاپان او المان له سفيرانوسره وکتل

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د جاپان او المان له سفيرانوسره په دوحه کې وکتل.
باختراژانس ته د بهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر د معلوماتوله مخې؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيوچارو د وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي اوملګري هيئت يې د افغانستان لپاره د جاپان له سفير تاکاشي اوکادا سره په دوحه کې وکتل.
د جاپان سفير کابل ته د خپل وروستي ګټور سفر په خاطرخوښي څرګنده کړه اوزياته يې کړه چې جاپان به تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دى.
دغه راز په دې کتنه کې په افغانستان کې په روان اقتصادي اوبشري حالت خبرې وشوې اود جاپان د اقتصادي همکاريو او د اړيکواو تعامل پردوام ټينګاروشو.
د يوبل خبرله مخې؛د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د المان له سفير مارکس پوتزل سره په دوحه کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روان حالت ، د بشردوستانه مرستو اود روغتيايي کارکوونکو او ښوونکود معاشونود ورکولو په اړه خبرې وکړې.
د المان سفير پوتزل د افرادو د خوندي تګ راتګ لپاره د اسلامي امارت له همکارۍ مننه وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو په لازيات ټينګښت اود بشردوستانه مرستو پردوام ټينګاروکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته