کابل باختر دثور اوولسمه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د پنځو تنو هندي انجينرانو د تښتولو په اړوند د هند د بهرنيو چارو له وزيرې ميرمن سوشما سواراج سره تيلفوني خبرې وکړې .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ .
رباني د هند د بهرنيو چارو وزيرې ته ډاډ ورکړ چې؛ د افغانستان امنيتي ځواکونه له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره هڅې کوي څو پنځه تنه هندي انجينران د تښتوونکو له منګولو څخه وژغوري او د هغوى امنيت تامين کړي . ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ