سیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوی هېواد ته راستون شو

کابل / د مرغومې ۲۰مه / باختر
د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چې د ایران په بلنه یې تهران ته په دوه ورځنی سفر تللی و، نن هېواد ته راستون شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له قومندان اسماعیل خان، احمد مسعود او نورو افغانان سره په ایران کې لیدلي دي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی دی چې کولی شي په افغانستان کې ډاډه ژوند وکړي او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.
د یاد پلاوي د سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د مهاجرینو اړوند مسایلو په تړاو خبرې بلل شوې دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته