سیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین ولسي جمهوریت له سفیر سره وکتل

کابل / د لیندۍ ۱۳مه / باختر
د بهرنیو چارو وزارت سر‍‍پرست مولوي امیر خان متقي، په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یولړ ټویټونو کې لیکلي دي: د بهرنیو چارو سر‍‍پرست وزیر مولوي امیر خان متقي نن له غرمې مخکې په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، د بشري مرستو د پراختیا او افغان محصلینو ته د تخنیکي زده‌کړو د چمتو کولو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
دغه راز په کتنه کې په ځانګړي ډول د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا بحث وشو او له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر زیاتوالي او همدارنګه چین ته له نورو لارو د افغان تولیداتو پر رسولو هم خبرې وشوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته