سیاستTOP

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین: له نوي اسلامي نظام سره دښمني د هېچا په ګټه نه ده

کابل / د لیندۍ ۸مه / باختر
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی نن د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ په پیل کې ستانکزي په هېواد کې د سترې فتحې او د اسلامي نظام د بیا راتګ په ویاړ ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وویل: زه مطمئن یم څرنګه چې زموږ مجاهد ولس د الله تعالی (ج) په ځانکړي نصرت په یواځې او کمو امکاناتو امریکا او ناټو ماته کړه، هېواد یې آزاد کړ، نو کولای شي چې هېواد پیاوړي کړي او له بحرانونو یې وژغوري.
ستانکزي د خپلو خبرو په دوام، د هېواد پر سیاسي، امنیتي، روغتیايي او اقتصادي برخو رڼا واچوله او څرګنده یې کړه چې هرڅه د پرمختګ په حال کې دي.
دغه راز هغه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عمومي عفوې ته اشاره وکړه او ویې ویل: هغه افغانان چې له هېواده وتلي دي بېرته دې خپل هېواد ته راشي، په هېواد کې سراسري امنیت دی او کولی شي د یو عام افغان په توګه خپل عادي او آزاد ژوند ته ادامه ورکړي .
سیاسي معین زیاته کړه: یواځې افغانان کولای شي خپل هېواد جوړ کړي، موږ ټول افغانان باید یو موټی شوو او د هېواد په بیا آبادولو کې رغنده رول ولوبو، موږ باید د قومونو، سمتونو او ژبو مسئلې مطرح نه کړو، دغه هېواد د افغانانو کور دی او دا خاوره پر هر افغان حق لري چې په بیارغونه کې یې ونډه واخلي.
هغه په ځینو رسنیو کې افواهاتو ته په اشارې وویل: له نوي اسلامي نظام سره دښمني د هېچا په ګټه نه ده. هسې دې خلک د مطبوعاتو پر مخ د مقاومتونو نعرې نه وهي او هېڅ نتیجه هم نه لري، را دې شي او د هېواد په ترقۍ او پرمختګ کې دې خپله انرژي مصرف کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ، د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی په دوحه کې له امریکايي استازو، اروپايي ټولنې او یوشمېر نورو جهتونو سره په خبرو بوخت دی.
په همدې حال کې ستانکزي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې په سیاسي برخه کې دې ورته نېکې مشورې ورکړي او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت دروازې تل د هغوی پر مخ خلاصې دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته