کابل / د تلې ۱ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قرغزستان د جمهور رییس له امنیتي مرستیال طلعت بیګ او د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ څانګې له مشر ژین بیګ سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د دوی له مرستو او همکاريو مننه وکړه او د دغو همکاریو او مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ. دواړو لوريو د هراړخیزو اړیکو او دوام دارو همکاريو ژمنه وکړه.
ن/ر
20 د یوې دقیقې څخه لږ