فرهنګ

د بهزاد سبک مينیاتوري، ملي اتڼ او افغاني رباب د ثبت لپاره يونسکو سازمان ته واستول شول

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه خبري غونډه کې په يونسکو سازمان کې د ثبت په موخه د هېواد د درېو غيرملموسو فرهنګي ميراثونو د پېژندلو او وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې خبري غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې دغه وزارت تراوسه د هېواد ٢٠ غيرملموس فرهنګي ميراثونه په ملي کچه ثبت کړي دي او په يونسکو سازمان کې د دغو ميراثونو د ثبت لپاره هلې ځلې دوام لري.
هغه څرګنده کړه چې د دغو ٢٠ غيرملموسو فرهنګي ميراثونو له جملې څخه د بهزاد سبک مينیاتوري، ملي اتڼ او افغاني رباب په ګډون د درېو ميراثونو دوسيې او سندونه بشپړ شوي دي او د بهرنيو چارو وزارت له لارې د نړۍ په غيرملموسو فرهنګي ميراثونو کې د ثبت په خاطر يونسکو سازمان ته معرفي او سپارل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د يونسکو سازمان هرکال د هر هېواد يواځې يو غيرملموس فرهنګي ميراث ثبتوي.
هغه زياته کړه: په دې دلیل چې افغانستان د خپلو غيرملموسو فرهنګي ميراثونو په ثبت کې ډېر ځنډ کړى دى، له يونسکو سازمان څخه غوښتنه کوو چې له افغانستان څخه چې فرهنګي ميراثونه يې له خطر سره مخ دي، هرکال لږ تر لږه درې فرهنګي ميراثونه ومني او ثبت يې کړي.
محمد طاهر زهير وويل چې د هېواد ١٧ غيرملموس فرهنګي ميراثونه چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې په ملي کچه ثبت شوي دي او په راتلونکو کلونو کې به په يونسکو سازمان کې د دغو ميراثونو د ثبت لپاره اقدام وشي، دا دي: مسګري، قرصک، فلک بازي، کاشي جوړول، نستعليق خط، د پيلې چينجيو روزنه، د ورېښمو اوبدل، چارده پال (چهارده فال) پيشپو، برک اوبدل، نیزه بازۍ، سمنک، ميرآب، د نورستان لرګيو کار، يلدا شپه، بادګير او بادي ژرنده.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له خلکو څخه وغوښتل که چېرې د هر غيرملموس فرهنګي ميراث په اړه چې تراوسه یې نوم نه دی اخيستل شوى، معلومات ولري؛ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره دې شريک کړي.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته