اعلامیهخبرونه

د بودجې په اړه د مالیې وزارت مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د مرغومي ۲۹مه/ باختر
مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې‌ د مسودې په اړه د ولسي جرګې د درنو استازو د وړاندیزونو قدرداني کوي او د یادونې وړ بولي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه. د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د روان کال د عقرب په ۱۴مه مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته د معاشونو د برابرۍ طرحې برابرولودنده وسپارله. همدارنګه ټینګار پر دې وشو چې له غیر اړینو او تجملي لګښتونو څخه سپمول شوې بودجه دې د خلکو د هوساینې په موخه په پراختیایي چارو ولګول شي. د ښوونکو په ګډون د نورو دولتي کارکوونکو د تنخواګانو زیاتوالی او برابري هغه مشروع غوښتنه ده چې د مالي امکاناتو له روښانه او عملي مالي تحلیل پرته یې پوره کول ناشوني دي. د جمهوري ریاست عالي مقام په لارښوونه د اړوندو ادارو ګډې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د معاشونو د لوړوالي امکان پذیري وارزوي او د اړتیا وړ منابعو د تشخیص او تدارک په اړه خپل عملي وړاندیزونه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته