TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د بودجې په تصویبولو کې ځنډ، د چارو په پرمخ بیولو کې خنډ

کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د روان مالي کال بودجه لا نه ده تصویب شوې. ولسي جرګې د بودجې په اړه د مالیې وزارت وړاندې شوې مسوده چې کابینې تایید کړې وه، رد کړه. د بودجې په تصویبولو کې ځنډ له شک پرته د چارو په پرمخ بیولو کې د خنډ سبب کېږي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د افغانستان مالي کال د مرغومي له لومړۍ پيل کېږي او مالي اصول حکم کوي چې د هرکال مالي بودجه باید د کال له پیله مخکې تصویب شي او تطبیق ته تیاره شي. له بده مرغه، موږ هر کال د بودجې په تصویب کې ځنډ وینو. دا ځنډ ګڼې ستونزې رامنځ ته کوي. تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې پرمختیایي چارې ټکنۍ کېږي. هره پرمختیایي پروژه چې ډیزاین کېږي او بیا تطبیق ته وړاندې کېږي؛ نو وخت په کې په پام کې نیول کېږي. د دولتی ادارو پروژې د مالي کال له پیله په پام کې نیول کېږي. د یوې پروژې د تایید او منظورۍ پړاوونه ډېر وخت نیسي. پروژه چې طراحي شي، بیا داوطلبۍ ته ځي، د تدارکاتو پړاوونه هم ډېر اوږده او پېچلي دي او وخت نیسي.
ستونزه دا ده تر هغو چې بودجه تصویب نه شي، پروژه داوطلبۍ ته نه وړاندې کېږي. پروژه هغه مهال داوطلبۍ ته وړاندې کېږي چې بودجه تصویب شي او اړوندو وزارتونو ته تخصیص لاړ شي. هرڅومره چې د بودجې تصویب ځنډېږي، همغومره د پرمختیایي پروژو د تطبیق بهیر ځنډڼی کېږي او د مالي کال په پای کې د دغې یا هغې پروژې لپاره بېلې کړای شوې پیسې بېرته ستنېږي او اړوند وزارت هم تر نیوکو لاندې راځي.
موږ په ټوله کې د بودجې د جوړولو او تصویبولو په اړه نوي لید ته اړتیا لرو، نوي چلند ته اړتیا لرو. تر هرڅه وړاندې د مالیې وزارت باید د نوي مالي کال له پیله مخکې په یو مناسب فرصت کې د بودجې طرحه تصویب کړي. همدارنګه د بودجې په تصویب کې پراخ ملي بحث ته اړتیا ده. د بودجې له جوړولو مخکې باید دغه راز بحث ترسره شي. دا بحث باید سراسري وي، یعنې یوازې د کابینې او ملي شورا په غونډو کې خلاصه نه شي، بلکې ولایتونو، ولسوالیو او آن کلیو ته وغځول شي، مدني ټولنه په کې راګډه کړای شي. که موږ وکولای شوو د هرکال د بودجې په اړه یوه ملي اجماع رامنځ ته کړو؛ نو پوره باور دی چې بیا به د بودجې په تصویب کې خنډ او ځنډ نه رامنځ ته کېږي. که موږ دغه راز ملي بحث ته زمینه برابره کړو؛ نو داسې بودجه به ولرو چې هغه به د ټولو افغانانو، د ټولو ولایتونو او ولسوالیو د هیلو او غوښتنو ښکارندویي کوي.
اوس مهمه موضوع دا ده چې باید د روان مالي کال بودجه ژر تر ژره تصویب شي. وړاندیز مو دا دی چې د روان مالي کال بودجه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د کړکېچ، ټکر او تقابل سبب نه شي. افغانستان له داسې پړاوه تېرېږي چې د حکومت او ملي شورا ترمنځ په ټولو چارو کې همغږۍ ته اړتیا ده، همکارۍ ته اړتیا ده.
غوره دا ده چې د مالیې وزارت اړوند چارواکي د ولسي جرګې له غړیو سره کېني او د همکارۍ په فضا کې د بودجې پر مسودې بحث وکړي او یو بل ته قناعت ورکړي. د بودجې په اړه باید هره غوښتنه د افغانستان د مالي امکاناتو په رڼا کې وي، د هېواد د عوایدو او لګښتونو په رڼا کې وي. موږ باید له مالی مسایلو سره ارماني چلند ونه کړو؛ بلکې زموږ چلند باید د واقعیتونو په رڼا کې وي. خلک هم پر واقعیتونو ولاړ چلند غواړي.
هیله مو دا ده چې د ۱۴۰۰ مالی کال بودجه ژر تر ژره تصویب شي او په کارونو کې د نور خنډ او ځنډ مخه ونیول شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته