فرهنګ

د بيان فن د پنځلسمې دورې فراغت غونډه جوړه شوه

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د بيان فن د فراغت د پنځلسمې دورې غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دغه پروګرام کې د افغانستان د بيان فن ادارې پر١٢٠ زده کوونکو دوه مياشتی ډيپلوم او جايزې ووېشلي.
د دغه بنسټ يو ښوونکي عبدالمقيم فاضلي د یاد بنسټ زده کوونکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: غوره ځوانان هغه کسان دي چې پر ځان پانګونه کوي، په دې هيله چې دغه شان ځوانان خپلې زده کړې ټولو خلکو ته ورسوي.
همدارنګه د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله شينواري د بيان فن د تاريخچې او د دغه هنر او فن د رول په اړوند خبرې وکړې او د ځوانانو برياليتوب دوی مبارکي وويله.
په دغه پروګرام کې د یاد بنسټ يوه زده کوونکي احمدشاه نور افغان صديقي څرګنده کړه: د بيان فن له زده کړې مخکې مې نه شو کولاى په ښه توګه وينا وکړم، خو اوس له زده کړې وروسته په بشپړ جرأت سره کولاى شم خبرې وکړم او دا موږ ته يو وياړ دى.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته