خبرونهامنیت

د بګرام پر هوایي ډګر توغنديز برید وشو

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
په پروان کې نن سهار د بګرام پر هوایي ډګر توغنديز برید وشو.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار باختر آژانس ته وویل چې ۵ توغندي له قلندرخېلو سیمې څخه د بګرام پر هوایي ډګر چې امریکایي ځواکونه پکې مېشت دي؛ وتوغول شول.
هغه زیاته کړه چې اووه نور توغندي له یو موټر سره د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د دغې پېښې د سر زیانونو په اړه تراوسه جزئیات نه دي ترلاسه شوي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته