نړۍ

د تاجکستان او ترکمنستان جمهورو رييسانو د سولې خبرې د افغانستان د ستونزو د حل کولو ضامن وبلل

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
د تاجکستان او ترکمنستان جمهورو رييسانو ټينګارکړى دى چې دافغانستان د حالت د ښه والي لپاره د سولې د خبرو پربنسټ د سياسي او سوله ييزو لارو چارو  غوره کول اغيزمن دي .
د باخترآژانس د خبرله مخې : 
دتاجکستان او ترکمنستان جمهورو رييسانو په دوشنبه کې د خپلې کتنې په پاى کې د يوې اعلاميې په صادرولو سره ويلي دي چې پوځي لارې چارې او د افغانانو د کورنيو ستونزو د حل کولو لپاره د زور کارول معکوسې نتيجې ورکوي او کوم لرليد نلري.
په دې ترتيب د افغانستان دغو دوو شمالي ګاونډيو هېوادونو د افغانستان د ستونزو په حل کولو باندې يوځل بيا ټينګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده  چې  له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو د وتلو په اعلام سره دغو دواړو هېوادونو د افغانستان دحالاتو د خړ پړتياله امله  انديښنه څرګنده 
کړې وه اوپه افغانستان کې د ډار اچوونکو پرخلاف د مبارزې په مقصد دنړيوالو پوځيانو د شتون د دوام غوښتنه کړې وه.
افغان سياسي کارپوهان وايي چې د افغانستان شمالي ګاونډيان  دبنسټپالنې له پلوه زيانمنوونکي دي  او د داعش دډلې فعاليت اوپراختيا په يوه کرښه کې بولي؛ په تيره بيا په افغانستان کې د وروستيو  نا امنيو  پراختيا  او د هېواد په ځينو سيموکې دداعش  د ډار اچوونکي ډلې فعاليت زموږ د دغو دوو شمالي  ګاونډيو هېوادونو انديښنې زياتې کړې دي.
دغه راز دنشه يي توکو قاچاق وړونکي له دغو دوو هېوادونو څخه د ترانزيت په توګه کار اخلي .
تاجکستان او ترکمنستان  د دغه شان ستونزو حل کول په سيمه ييزو همکاريوکې ويني او ټينګار کوي چې بايد په افغانستان کې اوسنې ستونزې له سياسي لارې  حل شي .
لکه څنګه چې په دې اعلاميه کې ويل شوي دي: ترکمنستان او تاجکستان  د افغانستان له حکومت سره دنړيوالې ټولنې دهمکارۍ ملاتړ کوي چې له دغه هېواد سره مرسته وشي چې په اغيزمنه توګه په سيمه ييز او نړيوال اقتصادي بهيرکې  مدغم شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته