خبرونهاقتصاد

د تالقانو د جوي دراز د کانال د پروژې د جوړولو کار پيل شو

کابل / د سلواغې دويمه /باختر
د تالقانو د جوي دراز د زراعتي اوبو د کانال پروژې د جوړولو کار د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا وزارت د ساحوي سمون د پروګرام له خوا پيل شو.
د تخار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس انجنير صبغت الله نظري د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کانال د څه د پاسه ١٤ کيلومترو په اوږدوالي د المان د پرمختيايي بانک په مرسته د څه د پاسه ٣٥٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د (مرسي کورپس )موسسې په همکارۍ جوړېږي .
نظري زياته کړه د دغه کانال په واسطه څلور زره څلويښت جريبه زراعتي ځمکه او ٦٨٠ جريبه شاړه ځمکه خړوبوي .
د نظري د څرګندونوله مخې ؛ د دغه کانال له اوبو څخه به د ٢١ کليواوسيدونکي استفاده وکړي.
د تخار والي مولوي عبدالله قرلق د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا له وزارت، د المان له پرمختيايي بانک او د مرسي کورپس له موسسې څخه په قدردانى سره د دغې حياتي پروژې د کار د پيل له امله يې د سيمې خلکوته مبارکي وويله او له هغوڅخه يې وغوشتل چې د دغې پروژې په تطبيق کې له دولت سره همکاري وکړي .
د يادونې وړ ده چې د تخار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست د تخار په بېلابېلو سيمو کې د اوبو د ٨ کانالونو جوړول دوام لري چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره په زرګونه هکتاره زراعتي ځمکې او د ميوو بڼونه خړوبېږي.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته