ټولنه

د تالقان ښاروالۍ د تنظيف د برخې د کارکوونکو معاشونه ډېر شوي

کابل/ د سلواغې ٦ / باختر:
د تالقانو ښاروالۍ عمومي مديرعظيم الله چنګيز نن باخترآژانس ته وويل؛ د دغې ادارې مشرتابه د ښار د پاکوالي د فعاليتونو د ښه والي په موخه د تېرکال په پرتله د تنظيف برخې کارکوونکو ته ٣٠ سلنه د هغوى په معاشونو کې زياتوالى راوستې دي.
هغه وويل دا مهال ٤٥ تنه هره ورځ د تالقانو ښار په شپږو سيمو کې د کثافاتو په راټولولو او له ښار څخه بهر د هغه په لېږد بوخت دي.
د تنظيف د برخې يو کارکوونکي برهان الدين له باخترآژانس سره په مرکه کې وويل:
په تير رژيم کې زموږ مياشتنى حقوق ٤٨٠٠ افغانۍ و او هغه هم په خپل وخت نه ورکول کېده.
د هغه په خبره دوى په اوسني حکومت کې د مياشتې ٧٠٠٠ افغانۍ حقوق ترلاسه کوي او دښاروالۍ په مشرتابه خوښ دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته