ټولنه

د تخارد سيمه ييزو رسنيومسوولينو د خپلو ستونزو د څيړنې غوښتنه وکړه

کابل /د ليندې ٩مه/باختر
د تخار ولايت د سيمه ييزو رسنيو يو شمېرمسوولينواوخبريالانود دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره په غونډه کې خپلې کاري ستونزې طرحه کړې اود حکومت له خوا د رسنيو د ستونزو او چلنجونو د څيړنې غوښتنه وکړه .
په دې غونډه کې د سيمه ييزو رسنيومسوولينو د بريښنا لګښت د زياتوالي، لګول شويو جريمو، له خبريالانو سره د اسلامي امارت د يوشمېر ځواکونو د ناسم چلند اود تجارتي بڼسټونو د اعلاناتو له لارې د مالي عوايدو کمښت د خپلو مهموکاري چلنجونوڅخه وبلل.
هغوى ټينګاروکړ که چېرې د دوى ستونزې ونه څيړل شي دوى به اړ شي چې خپل فعاليتونه بند کړي.
د تخار ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست انصار الله انصاري د رسنيو د مسوولينودغه ستونزې اوچلنجونه وليکل اوهغوى ته يې ډاډ ورکړ چې د دوى ستونزې ډېر ژرڅيړل کېږي.
د تخار د اطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست له هغوخبريالانو او د رسنيو له مسوولينو چې له اقتصادي ستونزوسره سره د اطلاع رسولو فعاليتونو ته دوام ورکړى دى مننه وکړه اوله هغوى يې وغوښتل چې د ستونزو په وړاندې په استقامت سره خپلو رسانه يي فعاليتونو ته دوام ورکړي.
انصاري زياته کړه، اسلامي امارت له هغورسنيو چې د اسلامي شريعت او د ملي ګټو له مخې فعاليت کوي ، ملاتړکوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته