امنیت

د تخاروالي ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي

کابل/ د وږي٢٤مه / باختر
د تخار والي پرون د دغه ولايت د شپاړلسو ولسواليو له چارواکو سره په يوه غونډه کې چې د تالقانو په ښارکې جوړه شوه، هغوى ته لازمې لارښوونې وکړې.
په غونډه کې لومړۍ د تخار والي مولوي نورالدين د ولسوالانو راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د ولسوالۍ ټولو چارواکو ته يې لارښوونه وکړه چې د دولتي تاسيساتو او د خلکو د ځان او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د تخار والي دغه راز وويل چې ډېر ژر به په ولسواليو کې د اسلامي امارت ټولو ځواکونو ته د ولايت له لورې خواړه او نور ضروريات برابر شي او ځواکونه به نور اړتيا ونلري چې له خلکو څخه خواړه وغواړي.
له بلې خوا د تخارمرستيال مولوي حمزه ټولو شپاړلس ګونو ولسوالانو ته د ٩ مادې احکام چې د ولايتي مشرتابه له خوا چمتو شوې و د والي په حضور کې د ټولو ولسواليو چارواکو ته ولوستل او له هغوي څخه يې وغوښتل چې په پلي کولو کې ليواله واوسي .
١- د ولسوالۍ ټول چارواکي بايد هغه اعاشه چې د ولايت له خوا ترلاسه کوي د ضرورت مطابق دې مصرف کړي.
٢- هيڅ فرد يا ډلې اجازه نلري په ولسواليو کې د والي له اجازې پرته ډلې جوړې کړي.
٣- د ولسوالۍ چارواکي بايد په ولسواليو کې د اسلامي امارت پر ټولو ځواکونو بشپړ کنټرول ولري او د ولسوالۍ په مرکز او کليو کې د بې ځايه تګ راتګ مخه ونيسي.
٤- په ولسواليو کې ټول چارواکي او کارکوونکي مکلف دي چې په وخت سره خپلو دندو ته حاضر شي او پرته له ځنډ څخه خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
٥ – د اسلامي امارت ځواکونه اجازه نلري د ولسوال له لارښوونې پرته چېرته سفر وکړي.
٦ – د ولايت په ټولو مرکزونو کې امنيتي چارواکي ځاى پرځاى شوي او د اسلامي امارات هيڅ ځواک حق نلري د ولسواليو له مخکينې اجازې پرته وسلې سره د ولايت مرکز ته ننوځي.
٧ – د اسلامي امارت ځواکونه اجازه نلري د شپې له لسو بجو وروسته د ولايت په مرکز او ولسواليو کې ګزمې وکړي، پرته له حوزو له چارواکو څخه.
٨ – د ولسواليو چارواکي مکلف دي چې له دولتي تاسيساتو څخه په جدي توګه ساتنه وکړي او د دولتي ځمکو دغصب او د ځنګلونو د وهلو مخه ونيسي.
٩ – د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د اسلامي امارت ځواکونه د هغو کسانو په استثنا چې مخکې يې له والي څخه سند ترلاسه کړى مکلف دي ټول وسايل د وسلو او موټرو په ګډون چې له پخواني رژيم څخه يي په غنيمت نيولي ولايت ته تسليم کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته