امنیت

د تخارپه بنګي ولسوالۍ کې د دوو کسانو مړي په يوه کنده کې وموندل شول

کابل/ د وږي٢٤مه / باختر
د تخارامنيتي چارواکو د دغه ولايت په بنګي ولسوالۍ کې د دوو کسانو مړي د حاجي فتح په قرارګاه کې له يوې کندې څخه را ايستلي چې په پخواني حکومت کې د ولسي پاڅون قوماندان و.
يوه عيني شاهد د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه مړي يوځاى د حاجي فتح په قرارګاه کې د کثافاتو له کندې څخه د اسلامي امارت د امنيتي منسوبانو په همکاري وايستل شول چې په بېرحمانه ډول وژل شوي وو.
د دغو وژل شويو کسانو خپلوان چې د تخار د اشکمش ولسوالۍ اوسيدونکي دي وايي دوى له څو مياشتو راهيسې د دوى د موندلو په لټه کې و چې د اسلامي امارت د مجاهدينو د هڅو په پايله کې د هغوي مړي د حاجي فتح په قرارګاه کې وموندل شول.
د دغو قربانيانو د کورنيو غړي وايي چې دوي شاوخوا ٨ مياشتې مخکې د کندز- تخار د لويې لارې په چشمه بنګي سيمه کې د حاجي فتح د افرادو له خوا تښتول شوي او وروسته وژل شوي دي.
حاجي فتح په پخواني رژيم کې د تخار په بنګي ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون قوماندان و چې څو ځلې د تخار په بنګي ولسوالۍ کې د بشري ضد فعاليتونو او د باج اخيستنې تور پرې لګول شوى و.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته