فرهنګ

د تخار اطلاعاتو اوفرهنګ رييس: له هېواد څخه تېښته د حل لار نه ده

کابل / د تلې ٧ مه / باختر:
د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس او د تخارفرهنګي کمېسيون مسوول انصارالله انصاري وويل؛ ځوانان بايد په خپلو ذهنونو کې د تېښتې پالنه ورنکړي اوله هېواد څخه تېښته د حل لار نه ده.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په هغه غونډه کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس، د تحصيلي بنسټونو لوى مدير، د ځوانانو چارو آمر، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کارکوونکو اوپه تخار کې د خصوصي بنسټونو رييسانو په ګډون جوړه شوه،
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د خصوصي موسسو له رييسانو وغوښتل چې د بېوزلو او اړو زده کوونکو لپاره د داخلې په برخه کې تخفيف په پام کې ونيسي تر څو زده کوونکي وکولاى شي خپلې زده کړې په ډاډه زړه اوسالمې انګيزې سره پرمخ بوځي.
په دې پروګرام کې ګډونوالو د اسلامي امارت د مجاهدينو بريا او د٢٠ کلن اشغال پاى ونمانځه او د دې پروګرام په ترسره کېدو يې خوښي څرګنده کړه.
کډونوالو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه وغوښتل چې د خصوصي زده کوونکو د ستونزو د حل او لوست په برخه کې لازم پروګرامونه په لاره واچوي
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته